د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدين عزيزي وايي، اوزبیکستان ته د سفر په ترڅ کې یې د اوزبیکستان له لومړي وزير او نورو چارواکو سره د سوداګرۍ او ترانزيټي همکاريو د پراختيا او دغه راز د سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې د يو لړ ننګونو د حل په اړه خبرې کړي.
د نوموړي په وينا؛ د کرنيزو تعرفو کمول، له حيرتان بندر څخه د ۲۴ ساعتونو لپاره ګټه اخيستل، د بخارا په چاڼ خونه کې په کمه بيه د افغاني خامو نفتو چاڼول، له مزارشریف څخه هرات او کندهار ته د اوسپنې پټلۍ غځول، په کابل او تاشکند کې د افغان- اوزبیک ګډې خونې رامنځته کول؛ هغه برخې دي چې د دغه سفر په لړ کې پرې هوکړې شوي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان ویلي، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه هم له اوزبیکستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخېدو ته خوښي څرګندوي.
د افغانستان د صنعت سوداګرۍ وزارت وايي، د شانګهای په کنفرانس کې د اوزبیکستان ولسمشر د افغانستان ملاتړ کړی او په وینا یي، چې د اوزبیکستان صدراعظم هم په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر کوي.

