ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

برېښنا شرکت: د برېښنا رسولو د نیمه‌پاتې پروژو چارې پیل شوي

د برېښنا شرکت د برېښنا رسولو هغو پروژو د کار له پیل څخه خبر ورکوي، چې په تیر حکومت کې د یو شمیر ملاتړ کوونکو له لورې نیمګړې پاتې شوې دي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي؛ د برښنا انرژې د تولید لپاره یې له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه پینځه کلنه طرحه چمتو کړې ده، د دغې طرحې له مخې په کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د اوبو، باد او لمر له انرژې څخه ګټه اخیستل شامل دي.

یو شمیر کار پوهان وایي، له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې سربیره باید له ترکمنستان هېواد څخه د پینځه سوه کیلو ولټه لین د لیږد، کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي پروژې کار پیل شي، څو افغانستان د انرژي تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسیږي.

د کارپوهانو په باور که چیرې د انرژې د تولید په برخه کې له شته سرچینو ګټه واخیستل شي، افغانستان نه یواځې د انرژې تولید له اړخه ځان بسیاینې ته رسیږي، بلکې په یوه صادارتي هېواد به هم بدل شي.