ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوهنې وزارت: ننګرهار کې د څلور بابه ښوونځيو د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت ویلي؛ د ننګرهار ولایت په کوز کنړ او دره نورو ولسوالیو کې د څلور بابه ښوونځيو ودانیو جوړولو چارې، د ۳۹ میلیونه، ۶۳۸ زره او ۲۳۸ افغانیو په لګښت، د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ په ملاتړ رسما پیل شوې.

 د یاد ولایت پوهنې مسولین وایي؛ د دغه لېسو له جملې څخه یې د بډیالي او توکل بابا لېسې په کوز کونړ او قلعه شاهي او املې لېسې په دره نور ولسوالیو کې موقعیت لري.

 د ياد ولايت د بشري سرچینو ریيس مولوي محمد طاهر جلالي ویلي، د پوهنې په برخه کې هر مثبت ګام د هېواد پرمختګ ګڼل کېږي او ژمنه يې کړې، چې د پوهنې وزارت د پلانونو په عملي کولو لاره کې به هر ډول همکاريو ته دوام ورکړي.

 د ننګرهار پوهنې ریيس مفتي حبيب حضرت حقاني د ياد ریاست د کاري راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې ویلي؛ چې د تېر کال پر مهال، په یاد ولايت کې ۲۸ بابه نوي ښوونځي جوړ شوي او د پوهنې وزارت مشرتابه په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ژمن دی.