ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

درې افغان سوک وهونکي په اسیایي سیالیو کې له دوو برنزو مډالونو ګتلو وروسته هېواد ته راستانه شول

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون درې ورزش کاران د سوک وهنې په اسیایي سیالیو کې له دوو برنزو مډالونو سره هېواد ته راستانه شول.

یادو ورزشکارانو ته د هرکلي په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې اجراییه رییس داد محمد پاینده اختري، د  المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند اتل مشواڼي، د سوک وهنې فدراسیون استازو او د ورزش ادارې نورو مسولینو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې حافط احمد جان ځدارڼ دغو لوبغاړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی د وروستیو بریاوو مبارکي وويله او زیاته یې کړه، چې د هېواد د ورزش ادارې تل هڅه کړې ده، چې د ورزش په ډګر کې د خپلو ورزش کارانو ملاتړ وکړي.

ښاغلي ځدراڼ د هېواد ټولو ورزش کارانو ته ډاډ‌ ورکړی، چې تر خپلې وسې پورې به هېڅ ډول مرسته او امکانات له دوی څخه نه درېغوي او په هره برخه کې به د دوی ملاتړ کوي، ترڅو په نړیوالو میدانونو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې ښې لوبې ترسره کړي او هېواد ته ویاړونه راوړي.

د سوک وهنې په اسیایي سیالیو کې له افغانستان څخه مجتبی حیدري، فردوس نجیبي او احمد علي ملکزاده ګډون کړی و، چې په نیمه پایلوبه کې مجتبی حیدري په ۴۸ کیلو ګرامه وزن کې خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه او فردوس نجیب بیا په ۷۵ کیلو وزن کې د خپل سیال نه حاضرېدو له امله بریالی اعلان شو او د دې سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

په پایلوبه کې مجتبی حیدري خپل اذربایجاني سیال ته او فردوس نجیبي په اوزبیکستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره درېیم مقامونه وګټل او دوه د برنزو مډالونه یې ترلاسه کړل.

د سوک وهنې اسیايي سیالۍ د روسیې هېواد په یاقوتیس ښار کې د ۲۷ اسیايي هېوادونو ترمنځ د تېرې جون میاشتې په ۲۶مه نېټه پیل شوې او د روانې جولای میاشتې په ۷مه نېټه پای ته ورسېدې.

د یادونې وړ ده، چې د لوبغاړو د ستاینغونډې په پای کې درې واړو لوبغاړو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.