د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د سرطان له اتمې نېټې څخه تر ۱۴ مې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۶ زره او ۸۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۶۲ زره او ۱۳۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې پینځه زره او ۲۱۳ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې نهه زره او ۵۳۵ ټنه، چې ټول ۷۶ زره او ۸۸۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې درې زره او ۳۳۵ مټریک ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه يې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.