د افغانستان بانک ویلي، چې د دې بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پر بنسټ ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه، چې د افغانۍ ټولې انواعیې په کې شاملې وې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته وسوځول شول.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند له خلکو غوښتنه کړې، چې د سوداګریزو او اقتصادي راکړو او ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي، تر څو له دې لارې د بانکنوټونو له ژر زړېدو څخه مخنیوی وشي.
د یادونې وړ ده، چې راټول شوي له کاره لویدلي بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلا بېلو امریتونو د استازو په شتون کې د ګمارل شوي پلاوي له خوا تر بارولو وروسته ځانګړو کرو ته انتقال او وسوځول شول.