ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال: ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلن ډډه وکړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان په کراچۍ ښار کې له افغان جنرل کونسل عبدالجبار تخاري سره، په سپېدار ماڼۍ کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په کراچۍ کې افغان جنرل کونسل عبدالجبار تخاري په یاد هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو او وضعیت په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته هر اړخيز معلومات ورکړي دي.

عبدالجبار تخاري ویلي، د پاکستان له زندانونو څخه په لسګونه افغان کډوال خوشې شوي، د ډېرو نورو په اړه خبرې روانې دي او د ژر را خوشې کېدو تمه یې شته.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلن ډډه وکړي او هغوی دې ته لازم سهولتونه برابر کړي.

مولوي عبدالکبیر د دې ليدنې په پای کې په کراچۍ کې افغان جنرل کونسل ته لازمې سپارښتنې کړي او زیاته کړې یې ده، هېوادونه او نړیوال سازمانونه دې له افغان کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.