د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د غور ولایت له مسولینو سره لیدنه کړې.
نوموړي زیاته کړې؛ په یاده لیدنه کې د غور ولایت والي، د استیناف، ابتداییه او نظامي محاکمو رییسانو، د ټولو ولایتي ریاستونو رییسانو، د ټولو ولسوالیو ولسوالانو او د غور ولایت ځینو هغو مجاهدینو ګډون کړی و، چې په مرکز یا نورو ولایتونو کې پر دندو ګمارل شوي دي.
یادو چارواکو او مسولینو خپلې ستونزې د اسلامي امارت له عالي مقام سره شریکې کړي دي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دوی ته بشپړه او هر اړخیزه وینا کړې، هغوی یې د اسلامي نظام استحکام، د شریعت تنفیذ، د مقدس جهاد د اهدافو او لاسته راوړنو ساتلو، د مسلمانانو بچیانو ته د تعلیم او اسلامي مفکورې ورکولو، د خپلو امیرانو پوره اطاعت او پر کشرانو شفقت کولو، د اختلاف څخه ځان ساتلو او د مسلمانانو ښه خدمت کولو ته هڅولي او په اړوند یې لازمې لارښوونې اوتوصیې کړې دي.
یاده لیدنه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په اختتامیه دعا پای ته رسېدلې ده.