د ترافیکي چارو د ښه تنظیم او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اړوندو ادارو د مسولینو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، مالیې، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو او د چاپېریال ساتنې ادارې استازو ګډون کړی و.
غونډه کې د ترافیکي چارو د تنظیم، د ترافیکي اصولو د رعایت او د ترافیکي پېښو د کموالي په اړه هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه.
د غونډې په پای کې د ترافیکي چارو د ښه والي، د ښاري ګڼهګوڼې د کمولو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.

