د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار ترکمنستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر آننه ګیلدي سپروف سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنايي همکاریو او ګډو پروژو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې ملا عبدالحق همکار د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې د چارو د روان بهیر په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د دغې سترې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تمه کېږي د شاوخوا یوه کال په موده کې بشپړې شي.
نوموړي همداراز د برېښنايي پروژو په برخه کې د ترکمنستان د حکومت او اړوندو ادارو له همکاریو او همغږۍ مننه کړې ده.
بلخوا د ترکمنستان د انرژۍ وزیر ټینګار کړی، چې افغانستان د ترکمنستان لپاره ځانګړی ارزښت او لومړیتوب لري.
نوموړي ویلي، د ترکمنستان ولسمشر هم افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري، ځکه افغانستان د دغه هېواد مهم او نږدې ګاونډی دی.
دغهراز ترکمن لوري ډاډ ورکړی، چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته به د برېښنا عرضه په عادي ډول دوام ولري.
همداراز ترکمن چارواکو ژمنه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر وکړي او د برېښنا د نویو پروژو طرحې به له ځان سره راوړي، څو له هوکړې وروسته یې عملي چارې پیل شي.

