د دوشنبې ورځ، د ۳۰/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱۵/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴٦ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۲۱ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۹ تنه و، ننګرهار، کونړ او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۱۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۵۴ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۴۳۸ زره افغانۍ کیږي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې څلور کورنۍ په مؤقت ډول مېشت کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۰۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوه او شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۵ کورنیو سره ټولې ۲۹٦ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
۵۵ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ٦۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۲۷۳ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۷ کورنیو سره ټولې۳۱٦ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۱۰۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ٦۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۰۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۱۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۱۱۷ کورنیو سره ۷۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
هرات کې ۸۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۵۰ کورنۍ، ۸۹۳ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۳٦ کورنۍ، ۱۸۷ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۵۳ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۲۴۲ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۷٦ عدده