ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فلسطین ولسمشر روسیې ته رسمي سفر کوي

د روسیې (RIA) خبري اژانس د یوې ډیپلوماټیکې سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس به د روانې اګست میاشتې له ۱۲- ۱۴ نېټې پورې روسیې ته سفر وکړي.

ښاغلی عباس به د دې سفر په ترڅ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړي.

د دغه سفر اصلي موخه د نړۍ او فلسطین د روانو حالتو او وروستیو پرمختګونو په اړه د نظرونو تبادله، خبرې او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې ده.

ښاغلي عباس دغه‌راز رسنیو ته ویلي، چې د حماس سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه په شهادت رسول یو بزدلانه عمل و او په دې کړنې سره ښايي غزه کې جګړه لا اوږده او منځني ختیځ ته پراخه شي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې کې شک نشته، چې د اسماعیل هنیه د ترور او شهادت موخه د جګړې اوږدول او پراخول دي.

د فلسطین د ولسمشر په وینا؛ له ولادیمیر پوتین سره به د سولې د پرمختګ لپاره په ټولو مهمو مسائلو او همدارنګه د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې وشي.