د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي، د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د کندهار له مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا ویلي، غواړي د کندهار کروندګرو سره د کوکنارو د بديل کښت اړوندو برخو کي مرسته وکړي.
د یوناما مشرې زياته کړې، د افغانستان په درې کلنه کاري موده کې ورته اسلامي امارت د ښه کار کولو غوره زمینه برابره کړې ده.
نوموړې ویلي؛ تېر کال یې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په همکارۍ ۲۶ میلیونه افغانانو ته بشري مرستي رسولي او هڅه کوي، ترڅو د افغانستان لپاره مالي بودیجه په راتلونکي کې ډېره کړي، چي دلته د بشري مرستو سره ـ سره نوري اړیني پروژې هم پلي شي.
د کندهار له مرستیال والي ویلي، اوس په افغانستان کي امنیت بشپړ ټینګ شوی دی او تر بل هر وخت پانګې اچونې ته زمینه برابره شوې ده.
ملا محمد صادق انقلابي د ملګرو ملتونو له استازې غوښتنه کړې، ترڅو د خلکو لپاره بنسټیزې پروژې پلي کړي، د نشهيي توکو د بدیل کښت په برخه کې دې ژر تر ژره عملي ګامونه واخلي او هم په نشه د روږدو کسانو د درملني په برخه کي له اړوند ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.

