د یکشنبې ورځ، د ۲۱/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۴/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۰۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۷۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۳۴ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۲۹۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ٦۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۵۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۱ کورنیو سره ټولې ۲۵۲ زره افغانۍ مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۳۲۷ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۵۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۵۰۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې او وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۸۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۵٦۳ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۷ کورنیو سره ټولې ۲٦۲ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۲٦ کورنیو سره ټولې ۱۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۳۰ کورنۍ، ۵۸۰ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۷ کورنۍ، ۹۵ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۲۸ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۹۳ عدده

