د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه سرپل ولایت ته سفر کړی.
شیخ محمد خالد الحنفي د یاد ولایت د غونډو په تالار کې د دې ولایت له ملکي او نظامي مسولینو، علمای کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره په ستره جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.
نوموړي په دې غونډه کې وویل؛ کفري یرغلګرو پوره هڅه وکړه ترڅو افغانستان کې خپل کلتور او لیدلوری پلي کړي، خو ناتوانه وو او شرمیدونکې ماتې یې وخوړه.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر زیاته کړه، افغان مجاهدینو په مېړانه او قوت سره غربي ښکېلاکګر دې ته اړ کړل چې هېواد پرېږدي.
د ښاغلي حنفي په وینا، نړیوالو پرته له دې چې کوم حقوقي او قانوني جواز او پلمه ولري پر افغانستان یرغل وکړ.
شیخ محمد خالد الحنفي وویل، افغان مجاهدینو په مېړانه او قوت سره غربي ښکېلاکګر دې ته اړ کړل چې هېواد پرېږدي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزیر سرپل کې ولسي غونډې ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه، افغان مجاهدین په تش لاس او کمو امکاناتو وتوانېدل د ۱۱ ورځو په موده کې راغلي یرغلګر او د هغوی ملاتړي مات کړي او خپلواکي ترلاسه کړي.
نوموړي وویل؛ پر قوم، سمت او ژبې ویاړ او تعصب اسلام کې ځای نلري د اسلامي حکومت تر چتر لاندې ټول سره وروڼه او یو لاس یو.
ښاغلي حنفي زیاته کړه، امربالمعروف او نهې عنالمنکر الهي حکم دی او ټول یې په ترسره کولو مکلف یو.
په دې غونډه کې نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانان حبس او شهادت په ورین تندي مني خو هیڅکله اشغال نشي منلی.
شیخ محمد خالد الحنفي پر مسولینو، علماوو او قومي مشرانو غږ وکړ، ترڅو د معروفاتو اقامه او منکراتو مخنیوي کې برخه واخلي او د محتسبینو سره همکاري وکړي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزیر سرپل کې ولسي غونډې ته وویل، د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت دنده لري ترڅو ټول الهي احکام په بشپړه توګه پلي کړي.