ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر: د شهیدانو د کورنیو پالنه او د یتیمانو لاسنیوی یې د ټولو ګډ مسولیت دی

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند د سرپل د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کاري بهیر ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند د دې سفر په ترڅ کې د سرپل ولایت له والي مولوي محمد ظریف مظفر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د والي مرستیال محمد نادر حقجو، د امربالمعروف رییس الحاج مولوي روزالدین مسعود، د امنیې قوماندان مولوي عبدالبصیر، د لوا قوماندان مفتي محمد مقتصد، او کوهستاناتو د ولسوالۍ ولسوال مولوي نورالحق هم شتون درلود.

ملا عبدالمجید اخوند ویلي؛ د شهیدانو کورنېو پالنه او د هغوی د یتیمانو لاسنیوی یواځې د هغوی د قریبانو، ملګرو او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست دنده نه ده، بلکه زموږ او تاسو د ټولو ګډ مسولیت دی، ترڅو په ښه توګه د هغوی پالنه او پوښتنه وکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ په ټول هېواد کې څه باندې ۶۵۰ زره یتیمان، معلولین او کونډې ثبت شوې دي او د اسلامي امارت د عالیقدر مشرتابه له خوا دې وزارت ۱۲ میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده، د یادې بودیجې څخه تر دې دمه اووه میلیارده افغانۍ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لومړیو شپږو مياشتو د نغدي مرستو په توګه ورکړل شوې ده.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر، یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو د زمینې برابرولو یادونه کړې ده.

ملا عبدالمجید اخوند ویلي، موږ په دې هڅه کې یو چې د معلولینو او یتیمانو د استوګنې لپاره ښار ګوټي جوړ کړو تر څو هغوی ته د هوسا ژوند اړین امکانات برابر شي.

په ورته وخت کې د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف مظفر د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ریاست ستونزو ته پر وخت د رسېدنې ډاډ ورکړی.

مولوي محمد ظریف مظفر ویلي؛ موږ به د خپل وس په اندازه هڅه وکړو، چې د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړو، تر څو د یاد ریاست پر وړاندې شته ستونزې حل او د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته ښه خدمتونه وړاندې شي.

همداراز د مالي او حسابي چارو رییس مولوي محمد امین دروېش هم په مرکز او ولایتونو کې د ثبت او راجسټر شويو یتیمانو، کونډو او معلولینو د شمېرنو او ارقامو په هکله معلومات وړاندې کړي او په یاده پروسه کې یې د ړوڼتیا په اړه ویلي؛ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې مهاله تقريبا ۲۸ زره تنه هغه غیر مستحق یتیمان، کونډې او معلولین چې د منظور شوې طرحې اړوند نه وو، د هغوی نومونه یې د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو له لیستونو څخه ایستلي دي.

د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس ملا سيف الرحمن ابوطلحه ویلي، د روان کال له پیله تر اوسه په دې ولایت کې نږدې دوه زره او ۵۰۰ تنو ته میاشتنۍ نغدي مساعدتونه حواله شوې دي.

په دې سفر کې چې د مالي او حسابي چارو رییس مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو امر مولوي محمد او د ډېټابېس او معلوماتو رياست د پروژې مالي مسول مولوي شبیر احمد خادم د ښاغلي وزیر ملتیا کوله، د فدایانو کورنېو، متعدو شهیدانو کورنېو او همداراز د هغو معلولینو لیدو او پوښتنې ته هم ورغلل، چې د تېر ۲۰ کلن جهاد پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر یادو کورنیو او معلولینو سره د خواخوږۍ او همدردۍ ترڅنګ نغدي مرستې هم ترسره کړې.

سرپل ولایت ته د ملا عبدالمجید اخوند د سفر اصلي موخه د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر ارزونه، له نږدې څخه د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د وضعیت څارنه، د هغوی د ستونزو او غوښتنو اوریدل او د شهیدانو کورنېو او معلولینو سره د نغدي مرستو ترسره کول یاد شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر تر دې وړاندې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د شهیدانو له کورنېو او معلولینو سره له نږدې لیدنه کړې وه، د هغوی د ستونزو او غوښتنو د اوریدولو ترڅنګ یې له هغوی سره یوه اندازه نغدي مرسته هم کړې وه.