ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سوډان کې سیلابونه؛ نږدې ۳۰ کسان مړه او ۲۰ کلي ویجاړ شوي

د سوډان په ختیځ کې د سیلابونو له امله د اربعات په نوم د اوبو یو بند مات شوی، چې نږدې ۳۰ کسان یې مړه او کابو د ۵۰ زره اوسېدونکو کورونه یې زیانمن او ویجاړ کړي دي.

د یاد بند له نړېدو وروسته ۲۰ کلې زیانمن شوي، ګڼ کسان د سیلابونو په منځ کې ایسار پاتې دي او ویل کېږي چې له ۱۰۰ زیات نور نادرکه دي. ډېری بیا د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي او په لوړو سیمو کې یې پناه اخیستې ده.

دغه‌راز زیات شمېر نور د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له امله د تندې له ګواښ سره مخ دي.

سوډاني چارواکي وايي، چې ژغورنکې ډلې سیمې ته رسېدلې او له خلکو سره یې د مرستې عملیات پیل کړي دي.

د سوډان روغتیا وزارت اعلان کړی، چې روان کال په دې هېواد کې د سیلابونو له امله ۱۳۲ کسانو ژوند بایللی او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.