د لوړو زده کړو وزیر مولوي نداء محمد ندیم د ترکیې د حج او اوقافو وزارت له لس کسیز پلاوي سره، چې د حج او اوقافو وزارت د مرستیال دوکتور سلیم ارګون په مشرۍ افغانستان ته راغلی و، لیدنه کړې.
مولوي نداء محمد ندیم یاد پلاوي ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغانستان او ترکیه دوست هېوادونه دي او په دیني او کلتوري برخو کې ډېر مشترکات لري.
نوموړي زیاته کړې، موږ خوشحاله یو چې تاسو افغانستان ته راغلي یاست او د افغانستان وضعیت له نږدې ګورئ.
د لوړو زده کړو وزیر په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د یاد وزارت د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې یې د ترکیې هېواد د همکاریو قدردانی کړی او غوښتنه یې کړې، چې افغانانو ته د لا زیاتو بورسونو په ورکولو او افغانستان ته د وړ استادانو په استولو کې همکاري وکړي.
ترکیې د حج او اوقافو وزارت مرستیال دوکتور سلیم ارګون ویلي، افغانستان ته د دوی د سفر موخه له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا او لازیاته مرسته ده.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د اسلامي امارت په درې کلنه واکمنۍ کې په بېلا بېلو برخو کې ډېر پرمختګونه کړي او دا پرمختګونه مو له نږدې لیدلي، چې نړۍ ته به د افغانستان ښه انځور وړاندې شي.
دوکتور سلیم ارګون همداراز د هغو افغان محصلینو په اړه چې په ترکیه کې په زده کړو بوخت دي، د لوړو زده کړو وزارت له رهبري پلاوي سره ژمنه کړې، چې په ترکیه کې به افغانانو لپاره د زیاتو بورسونو د ورکړې او د وړ استادانو د استولو په اړه خبرې وکړي او هغه څه به چې په دې برخه کې په توان کې لري ونه سپموي.

