له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د تېرې ادارې د حج او اوقافو وزیر او څو تنو پخوانیو پوځیانو ته د مصونیت کارتونه ورکړل شوي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکر الله ذاکر د تېرې ادارې دغو چارواکو او مسولینو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، افغانستان د افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت د هر وګړي پر وړاندې مسولیت لري.
مولوي ذاکر الله ذاکر زیاته کړې، د عفوې فرمان پلې کېدو ته ځانګړي پام شوی او هیڅوک د خپلې پخوانۍ دندې له امله نه دي پوښتل شوي او اسلامي امارت د دې فرمان له سرغړوونکیو سره شرعي چلن کوي.
په تېره اداره کې د حج او اوقافو وزیر محمد صدیق چکري د اسلامي امارت د زعیم د عفوې فرمان د ګڼو ستونزو د حل سبب یاد کړی او ویلي يې دي، اسلامي امارت د پخوانیو ترخو تجربو تکرار ښه مخنیوی کړی دی.
محمد صدیق چکري زیاته کړې، له اوږدې مودې وروسته د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال صادر شوي فرمانونه او قوانین په بشپړه توګه پلي کیږي.

