د کورنیو چارو وزارت مسولینو نن (سه شنبه، د وږی شپږمه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د کورنیو چارو وزارت مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل، اوسمهال د وزارت ټول فعالیتونه د ستراتېژیک پلان په بنسټ تنظیم او مدیریت کېږي.
د عامه نظم او امنیت د ټینګښت په موخه، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله فرمانونه، د محکمو پرېکړې او د وزارت د رهبرۍ لارښوونې، پر وخت تنفیذ او عملي کېږي.
د وزارت مسولینو زیاته کړه؛ چې له څلور لسیزو وروسته افغانستان د لومړي ځل لپاره د سرتاسري امنیت شاهد دی، خلک په خوندي او ډاډمنه فضا کې ژوند کوي، په ډاډه زړه او ارام ذهن له یوه ولایت څخه بل ولایت ته سفر کوي.
د یاد وزارت مسولینو وویل؛ د امنیتي ځواکونو د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د هېواد په سطحه، د جرمونو په کچه کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.
دوی همداراز زیاته کړه؛ لکه څنګه چې په وروستي یوه کال کې د اختطاف د ۳۸ پېښو په اړه خبر ورکړل شوی او امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې ۲۵۰ عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې ۷۶ تنه سړي تښتوونکي نیول شوي او ۳۴ تنه نور یې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
د مسولینو په وینا، تېر کال کې د ملي پولیسو د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د هېواد په کچه، لوی مذهبي مراسم او ناستې او ملي او مناسبتي ورځې په بشپړ امنیت کې ترسره شوې او هېوادوالو په پوره ډاډ سره پکې ګډون کړی دی.
په همدې ډول، د اقتصادي او پراختیایي پروژو د امنیت ټینګښت، د پانګونې لپاره زمینه برابرول، د هېواد د سرحدي پولو ثبت او ارزونه، هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول او متوازن انکشاف، په تېر یوه کال کې د وزارت له عمده لاسته راوړنو څخه دي.
د یادونې وړ ده، چې د وروستي یوه کال پر مهال ملي پولیسو د ۷۰ زېربنایي پروژو ساتنه کړې ده.
مسولین زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو د مسلکي کېدو او پیاوړتیا برخه کې اساسي ګامونه اوچت شوي، د ملي پولیسو ښوونیز مرکزونه په ښه ډول تجهیز او ملي پولیس اوسمهال د شریرو عناصرو، د هر ډول شومو موخو او پلانونو د شنډولو وړتیا لري.
دغه راز، په تېر کال کې ۴۵۰ تنه محصلین د لېسانس په کچه، د کمیسارۍ او داخل خدمت له پروګرامونو څخه فارغ شوي، د ۳۲۵ ښځو په ګډون، ۶۷۳ تنو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې برخه اخیستې، ۲۴ زره تنو اساسي، اختصاصي او ساتنمني زده کړې کړي او اوسمهال ۳۲ زره تنه په زده کړو بوخت دي.
د یادو وزارت مسولینو وویل؛ ۲۰ زره او ۵۱۵ تنه د افسرۍ او ۱۵ زره او ۶۰ تنه د ساتنمنۍ په بستونو کې ګمارل شوي، همدارنګه ۳۵ زره او ۵۸۴ سرتېري هم د امنیتي ځواکونو لیکو کې جذب شوي دي.
د وزارت مسولینو د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه؛ چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان په صادرېدو سره، د نشه یي توکو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په موخه، جدي اقدامات تر سره شوي، د هېواد په کچه د کوکنارو کښتونه له منځه وړل شوي، روږدي کسان تر درملنې لاندې نیول شوي او د یادې پدیدې له عاملینو سره جدي او قانوني چلند شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت مسولینو څرګنده کړه، چې په وروستي یوه کال کې درې زره او ۶۴۳ ټنه بېلابېل نشه یي توکي کشف او ترلاسه شوي، د نشه یي توکو، الکولي مشروباتو او نشه راوړونکو ټابلېټونو د تولید او پروسس ۷۹۰ کارخونې له منځه وړل شوي، لس زره او ۵۶۴ شکمن کسان نیول شوي، ۲۷ زره او ۸۹۱ روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي او ۱۷ زره او ۶۵۱ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
د وزارت د مسولینو په خبره، په تېر کال کې د هېواد په هوایي ډګرونو کې د یو میلیون او ۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، څلور میلیونه او ۸۳۰ زره سعودي ریالو او ۱۰۰ زره درهمو، له قاچاق څخه مخنیوی شوی دی.
مسولینو زیاته کړه، د دې ترڅنګ ۳۴۴ کیلوګرامه نشه یي توکي او څه باندې یو کیلوګرام سره زر هم کشف او ترلاسه شوي دي او له دې پېښو سره په تړاو ۵۹۱ تنه هم نیول شوي دي.
همدار راز مسولینو وویل؛ چې د خدمتونو وړاندې کول لکه د پاسپورټونو او ترافیکي اسنادو وېش، د طبیعي پېښو قربانیانو ته رسېدنه، د جرمونو کموالی او د وسلو او وسایطو قانوني کول، د تېر کال په اوږدو کې د دغه وزارت له مهمو کړنو څخه دي.
د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، وروستي یوه کال کې په ټولیز ډول یو میلیون او ۷۴۵ زره پاسپورټونه وېشل شوي.
دغهراز پر دې سربېره ۵۰۰ زره راسته اشترنګ موټر په سیستم کې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۲۵۰ زره موټرو ته موقتي پلېټونه وېشل شوي او د موقتي پلېټونو د وېش لړۍ لا هم روانه ده.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مشرۍ د والیانو او لوړپوړو مسولینو په ګډون، د همغږۍ غونډه ترسره شوې، چې په کې د مرکزي او ولایتي ادارو ستونزې اورېدل شوي او د محلي حکومتولۍ د پیاوړتیا، غوره خدمتونو وړاندې کولو او له خلکو سره د ښې همغږۍ په موخه، اړینې لارښوونې شوې دي.