د افغانستان اسلامي امارت د مليدفاع وزارت اوزبیکستان کې د امریکا د سفیر ورستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دې هېواد کې د افغانستان اړوند الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د امریکا متحده ایالات د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.
مليدفاع وزارت دغه راز د اوزبیکستان له حکومت غوښتي، چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره عاقلانه تصمیم ونیسي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.
د راپورونو پر اساس تاشکند کې د امریکا سفیر جوناتن هېنک ویلي، چې د افغانستان له لوري اوزبیکستان ته سپارل شوې الوتکې به همدې هېواد ته سپارل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا الوتکې به همدلته پرېښودل کېږي او دا تړون رسمي شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې یادې الوتکې د ۲۰۲۱ اګسټ میاشت کې اوزبیکستان ته لېږدول شوې وې.

