ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت: زابل کې د دوو قومونو ترمنځ رامنځته شوې لویه شخړه حل شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي؛ د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د سلیمانخیل او توخي قوم ترمنځ څه موده وړاندې د یوې حقوقې مسلې پرسر پېښه شوې شخړه چې د دواړو قومونو ترمنځ یې سخت غبرګونونه او ژورې ستونزې رامنځته کړې وې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په لارښوونه د لېږل شوي استازي په نه ستړي کېدونکو هلوځلو حل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د دې وزارت حقوقي سلاکار معاون کجیرخان، د مقام د دفتر رییس مولوي نیازمحمد تقي، دعوت او ارشاد رییس مفتي شفیع الله ثاقب او د زابل ولایت مسولینو، د شاجوی ولسوال خالد اخوندزاده او سیمه ییز مسولینو ګډون کړی و.

په دغه شخړه کې ښکېلې خواوې ترمنځ ژورې ستونزې جوړې کړې وې.

ښکېلې خواوو د وزارت له لوري د لېږل شوي استازي، سیمه ییزو علماو، مخورو او د ولسوالۍ د مسولینو په ګډو هڅو یې روغې جوړې ته غاړه کېښوده.

دوی د یوې مرکې په ترڅ کې مصلحینو ته اختیار لیکونه ورکړي وو، ترڅو د دوی ترمنځ ستونزې حل او په اړه یې د خیر پرېکړه وکړي.

دواړه لوریو ژمنه یې کړې، چې نور به یو بل ته خنډونه نه جوړوي او په ارامه فضا کې به خپل ژوند ته ادامه ورکوي.