ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دفاع وزارت: له ۲۰۱ خالد بن وليد “رض” قول اردو څخه ۶۹۰ تنه منسوبین فارغ شول

د دفاع وزارت ویلي؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۶۹۰ تنه ځوان منسوبین د درې مياشتنیو بېلابېلو مسلکي زده کړو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې ملي دفاع وزارت پلاوي، د قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه، د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم حذیفه، د لغمان والي شيخ الحديث شير احمد حقاني او ګڼ شمېر مسولینو ګډون کړی وو.

په جوړو شویو مراسمو کې مسولینو ویلي؛ څنګه چې مو ۲۰ کاله جهادي مبارزه وکړه او ثمره مو ترلاسه کړه، لدې وروسته به هم د اسلامي نظام او هېواد ساتنې ته چمتو اوسو.

دوی په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوان منسوبینو ته زیاته کړې؛ مادیات او د لویو موقفونو شوق څخه ځانونه وساتئ، د بیت المال ښه ساتنه وکړئ، له خپل مسولیت څخه غلطه استفاده ونکړئ، ترڅو د اسلامي نظام د بدنامۍ سبب ونه ګرځي.