ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالیې وزارت: د هېواد په یو شمېر ګمرکونو کې د څه‌باندې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د ګمرکي تلو د بیارغولو چارې پیل شوې

د مالیې وزارت ویلي؛ د یاد وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاو رامنځته کولو او د ګمرکي طی مراحلو د لا چټکتیا په موخه د کابل، شېرخان بندر، ابو نصر فراهي او پکتیکا په ګمرکونو کي د څلورو پایو لوړ تناژ لرونکو تلو د بیارغولو چارې د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل کړې.

یادي تلې د اسلامي امارت له بیا ځلي حاکمیت څخه وړاندې په غیر معیاري ډول نصب شوې وې، چې اکثره وخت به یې تخنیکي ستونزې پیدا کولې او ګمرکي چارې یې له ځنډ سره مخ کولې.

یاد وزارت زیاته کړې، د دغو ګمرکي تلو په جوړولو سره به ټولې ستونزي حل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو تلو د بیارغولو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چې په دوه نیمو میاشتو کې به ترمیم او ګټي اخیستنې ته وسپارل شي.