د کورنيو چارو وزارت وايي؛ د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت له ښوونيز مرکز قوماندانۍ څخه په ۹۹يمه دوره کې ۹۷ تنه ساتونکي د عقيدتي او مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو څخه وروسته فارغ شول.
یاد وزارت زیاته کړې؛ ياد فارغ شوي ساتونکي به له دې وروسته د دې وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت په چوکاټ کې د پانګو، امارتي، خصوصي او نړيوالو پروژو څخه د امنيت ساتنه کوي.
یاد وزارت ویلي؛ په ښوونيز مرکز قوماندانۍ کې يادو ساتونکو ته د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.
دغهراز فارغ شوو ساتونکو د خپلو څرګندونو په ترڅ کې ویلي؛ مونږ د عامه ساتنې ملي تصدۍ معينيت په چوکاټ کې ژمنه کوو، چې په هر ډول شرايطو کې به د هېواد له امارتي، خصوصي او نړيوالو پروژو څخه په کلکه ساتنه کوو.

