د الجزیرې نړیواله خبري شبکه وايي، چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۹ فلسطینیان شهیدان شوي.
د فلسطین روغتیا وزارت بیا ویلي، چې په دې بریدونو کې د کډوالو په الفارعه کمپ د هوايي برید له امله پینځه کسان شهیدان او شپږ نور جنین کې د ډرون برید له امله شهیدان شوي دي. ښايي د شهیدانو شمېر نور هم لوړ وي.
د راپورونو له مخې صهیونیستي یرغلګرو په څلورو فلسطیني ښارونو جنین، طولکرم،نابلوس او طوباس کې هممهاله پراخ عملیات پیل کړي دي.
ویل کېږي، چې د جنین ښار لویې لارې تړل شوې او اسرائیلي عسکر یوه روغتون ته ننوتي. دغهراز طولکرم کې دوه نور روغتونونه کلابند شوي او په نابلوس کې د کډوالو په دوو کمپونو بریدونه جریان لري. هممهاله طابوس کې هم هوايي بریدونه شوي دي.

