د الجزیرې نړیواله خبري شبکه وايي، چې صهیونیستي یرغلګرو د دیرالبلاح په ختیځ کې د کډوالو او بېځایه شویو پر یوه ښوونځي برید کړی.
په دې برید کې لږ تر لږه ۳ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
پر غزه تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې په پرلهپسې ډول د کډوالو او بېځایه شویو ښوونځي په نښه شوي.
د روانې میلادي میاشتې په پیل کې اسرائلي عسکرو په التابین ښوونځي برید وکړ، چې د ښځو، ماشومانو او سپينږیرو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطینیان پکې شهیدان شول.
اسرائیلي یرغلګرو دغهراز په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې هممهاله پراخ عملیات پیل کړي، چې لږ تر لږه ۹ فلسطینیان پکې شهیدان شوي، لویې لارې تړل شوې او روغتونونه کلابند شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسې ۴۰ زره او ۵۳۴ فلسطینیان شهیدان او ۹۳ زره او ۷۷۸ نور ټپيان شوي دي.

