ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري: هېواد کې نننۍ امنیت د مجاهدینو د سرښندنو پایله ده

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غور په مرکز چغجران کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام په ستره ولسي غونډه کې ګډون کړی.

په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په تېر ۲۰ کلن جهاد کې د افغانانو د همکاریو ترڅنګ ملي یووالی، د ولسي ستونزو او قومي شخړو د حل په برخه کې د اسلامي امارت هڅې بې سارې بللي او ولسونو ته یې ډاډ ورکړی، چې ژر ده د نړۍ هېوادونه به افغانستان په رسمیت وپېژني او اړوند ستونزې به هوارې شي.

ولسي وګړو د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي او ویلي يي دي؛ دوی د خپلې عقیدې او اسلامي مقدساتو د ساتنې لپاره د اسلامي امارت د مسولینو ترڅنګ درېدلي او د خپلو بچیانو په قربانۍ یې د نړۍ زبرځواکونه مات کړي.

قومي مخورو په هېواد کې د اسلامي نظام په پایښت او امنیت خوښي ښودلې، د غلا، چور، اختطاف او زور واکي ختمېدل یې د اسلامي امارت لاسته راوړنې بللې دي.

دوی له حکومت څخه د پراختیایي پروژو، سرکونو او کاري فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې.

په دغه غونډه کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد خلکو ته په خبرو کې ویلي؛ چې د غربیانو په دروغو دي نه غولېږي، ځکه نن په هېواد کې امنیت دی، زور واکي نشته، وینه تویېدنه درېدلي او خلک د هېواد هر ګوټ ته بې له کومه خطره تللی شي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ او تاسې ۴۰ کاله د بې اتفاقۍ له امله په اورونو سوځېدلي یو اوس د دې وخت رارسېدلی چې په یوه کاسه او دسترخوان سره راټول شو.

ملا نورالله نوري په خپلو څرګندونو کې ویلي؛ د اسلامي امارت د مجاهدينو او ولسونو کارنامې د هېرلو نه دي، په خپلواکي کې د دوی ونډه بي ساري ده او نننۍ فتحه د افغانستان د ولسونو فتحه ده.

نوموړي د جهاد په ټولو مرحلو کې د افغان قومونو برخه بې سارې یاده کړې او زیاته کړې یې ده؛ نن چې په افغانستان کې یووالی راغلی، امنیت دی او ټول قومونه پر یوه ټغر را ټول دي دا د دې خلکو د سرښندونو پایله ده.