د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري غور ولایت ته د خپل سفر پرمهال د وروستیو سېلابونو له امله د یاد ولایت د مرغاب ولسوالۍ له بې کوره شویو کورنیو څخه لیدنه کړې.
دغه بې ځایه شوي، چې شمېر یې ۵۰۰ کورنو ته رسېږي د ورستي ورښتونو په پایله کې راوتلو سېلونو یې کورونه ویجاړ کړي او د ښار په یوه موقتي کمپ کې استوګن دي.
په دې لیدنه کې دوی د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر څخه غوښتنه کړې، چې له دوی سره دې د استوګنځایونو ترڅنګ هر اړخیزه همکاري وشي، ځکه چې سېلابونو یې هرڅه ورڅخه وړي دي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ملا نورالله نوري د دغې لیدنې پرمهال ټولو بې کوره شویو کورنیو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، د اسلامي امارت مسولین تاسې هیڅکله نه هېروي او د دایمي سرپناوو جوړولو په برخه کې به جدي اقدامات ترسره کړي.
نوموړي د دوی ستونزي اړینې بللي او زیاته کړې یې ده، ټولې ستونزې به یې تر ریاست الوزرا او اړوندو ادارو ته رسوي او د هر اړخیزو مرستو د جلب په برخه کې به کوټلي ګامونه اخلي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم دغې سیمې ته سفر کړی و، چې په ترڅ کې یې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره د ۲۰۰ کورونو جوړولو کارونه پیل کړي وو، چې د جوړولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

