د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولینو نن (پنجشنبه، د وږی اتمه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د کرنې وزارت، د کرنې او مالدارۍ سکتور د میکانیزه کولو، د طبیعي سرچینو د ساتنې او پراختیا، له سربند نه تر کرنیزې ځمکې د اوبو مدیریت او د هېواد د ځمکو چارو د تنظیم برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ د کرنې او مالدارۍ سکتور د ملاتړ په موخه، بزګرو، مال لرونکو او خصوصي سکتور ته، د وزارت د کرنې پراختیا له صندوق څخه، ۱،۳ میلیارډه افغانۍ ورکړه، ۶۶۰ زره بزګرو ته، د ۳۳ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونو او ۵۴ زره مټریک ټنه کیمیاوي سرو وېش، په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د کرنې وزارت زیاته کړه؛ په تېر یوه کال کې له همکارو ادارو سره په همغږۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخه کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت، ۲۷۱ پروژې پلي کړي دي.
دغه راز د یاد وزارت مسولینو وویل؛ په میدان وردګ، کابل او لغمان ولایتونو کې د یو زر او۱۹۰ مټریک ټنه په ظرفیت، پينځه سړخونې او په بېلا بېلو ولایتونو کې د مېوو وچولو په موخه، ۱۱ سلفر خونې جوړې شوي، د کرنې د نویو طریقو د ترویج په موخه، د نباتاتو یو زر او ۵۰۰ نمایشي قطعې جوړې شوي او ۸۰ زره هکټاره ځمکه له وبایي افتونو څخه خوندي شوې ده.
همداراز مسولینو زیاته کړه؛ د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه، د تېر یوه کال د پسرلي او مني په موسمونو کې لوی کرنیز نندارتونونه جوړ شوي او په ۱۱ ولایتونو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو لګولو پروژو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې شپږ زره او ۷۸۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي.
دغه راز د یاد وزارت مسولینو وویل، په لسو ولایتونو کې د ځمکو لاندې اوبو د تقویت په موخه، د ۱۳۸ چکډېمونو جوړولو چارې جریان لري، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کرنې وزارت د مسولینو په وینا، د شېدو ورکونکو غواګانو د اصلاح شوي نسل د ترویج په موخه د ۳۰۰ زره غواګانو مصنوعي القاح، په بېلا بېلو ولایتونو کې څه باندې ۱۶ میلیونه حیواناتو ته د واکسین تطبیق او د څه باندې نهه میلیونه حیواناتو درملنه، په ۳۴ ولایتونو کې د لبنیاتو محصولاتو د راټولولو او پروسس وسایلو وېش، د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا لپاره د چرګانو، غواګانو او وزو د کوچنيو فارمونو جوړول، په ۳۴ ولایتونو کې ۲۷۲ نویو حیواني روغتونونو ته جوازونه ورکول او دوه زره او ۱۵۱ نورو روغتونونو د جوازونو تمدید، همدارنګه له یو زر او ۵۰۰ څخه درې زره او ۵۰۰ ته د چرګانو فارمونو د شمېر لوړول، په مالدارۍ سکتور کې د دې وزارت مهمې لاسته راوړنې دي.
مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: په ۳۴ ولایتونو کې ۱.۷ میلیونه هکتاره ځنګلونه او ۳۰ میلیونه هکتاره څړځایونه خوندي او ساتل شوي او د ځنګلونو د احیا لپاره ۱۲۵ زره او ۲۰۰ نیالګي کېښودل شوي دي.
د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، په تېر یوه کال کې څه باندې ۶۹۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وېشل شوي او په تېرو درې کلونو کې په ټول هېواد کې د نیالګیو کېښودلو کمپاینونو له لارې ټولټال ۸۲ میلیونه نیالګي کېښودل شوي دي.
د کرنې وزارت د مسولیو په وینا، د ځمکو بانک کې د ۱.۷ میلیونه جریبه را ګرځول شوې امارتي ځمکې ثبتول، د کرنیزو، صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو په موخه، د ۱۴زره او ۳۱۲ جریبه ځمکې په اجاره ورکول، په ۳۴ ولایتونو کې د یو جریب امارتي ځمکې او څړځایونو سروې، او د خوست، پکتیکا، زابل، غزني، بامیان ولایتونو او جاغوري ولسوالۍ کې د هوايي ډګرونو د مساحت تثبیتول د دې وزارت له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د کرنې وزارت د مسولینو د معلوماتو له مخې، د توري بند، خروار بند، قوشتېپې کانال، مس عينک، د امو دريا نفتي حوزې او نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو په موخه، یو زر او ۱۳۳ جريبه شخصي او ۹۸ زره او ۵۴۲ جريبه امارتي ځمکې سروې او تصفيه شوي دي.
همدارنګه د یاد وزارت مسولینو وویل، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ، په هرات، جوزجان، لغمان، بغلان، غزني او فاریاب ولایتونو کې د کاسا ۱۰۰۰ د ۲۲۰ کیلوولټ او ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لین انتقال او د کابل – لوګر سړک د دویم لین په څېر د ټولګټو پروژو د مالکیت حق تثبیت، ارزونې او استملاک چارو تر سره کول د وزارت نور مهم فعالیتونه دي.
د وزارت مسولینو زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د وزارت پینځه کلنه ستراتېژي چمتو شوې او په بېلا بېلو برخو کې د کاري طرزالعملونو په ګډون تقنیني سندونه هم نهايي شوي دي.

