د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو بنسټ له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو نوي مشر(میکایل لیپي) او پخواني مشر (فیلیپ روبریو) ګډون کړی و، په هېواد کې د بې پولې ډاکټرانو اړوند روغتیایي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو ښه والي په اړه خبرې کړې دي.
مولوي نورجلال جلالي د بې پولې ډاکټرانو نوي مشر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ روغتیایي سکتور سره د یادې ټولنې د مرستو لا پراختیا او همکاریو په ترسره کولو ټینګار کړی.
د بې سرحده ډاکټرانو نوي مشر میکایل لیپي په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو او دې برخې ته د پراختیا ورکولو ډاډ څرګند کړی دی.