د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال د ’ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز‘ د پرانیستې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په څنډه کې د اذربایجان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره لیدنه کړې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د دغه لیدنې پر مهال په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د فعالیت له پيل مننه کړې او د اذربایجان له حکومت او خصوصي سکټور څخه یې غوښتي، چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د رامنځته شویو فرصتونو څخه په استفادې دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، اسلامي امارت یې بشپړ ملاتړ کوي او په دغه برخه کې یې ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال د خپلو خبرو پرمهال ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او سیمې هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله او همدا راز افغانستان ته د سوداګرۍ په برخه کې د خپلو صادراتو او وارداتو کچه هم لوړه کړي.
هغه په افغانستان کې د صنعتي کارخونو د رامنځته کولو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي يي دي، دوی چمتو دي چې د کانونو د ایستنې په برخه کې هم له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.
د غونډې په پای کې ټینګار شوی، چې دواړه لوري به په یادو برخو کې ګډو همکاریو ته دوام ورکوي.

