ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیز خوندیتوب سکتور درېیمه ناسته؛ د اړمنو هېوادوالو په لاسنیوي خبرې شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د ټولنیز خوندیتوب سکتور درېیمه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د عدلیې، پوهنې، لوړو زده‌کړو، عامې روغتیا، اقتصاد، ټولګتو، د شهیدانو او معلولینو چارو، د کلیو د پراختیا او بیا رغونې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، اطلاعاتو او کلتور، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د ارشادو، حج او اوقافو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو او طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې، کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازو، چې د ټولنیز خوندیتوب سکتور غړې ادارې دي ګډون درلود.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ او د ۱۷ امارتي او غیر امارتي ادارو د استازو په شتون کې د ټولنیز خوندیتوب سکتور په درېیمه ناسته کې د دې سکتور د فعالیت په لارښود او ځینو اړوندو چارو خبرې شوې دي.

همداراز په دې ناسته کې د ټولنیز خوندیتوب سکتور د لارښود د نهايي کېدو، د دې سکتور د جوړېدو پر اهمیت او له لارې یې د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په اړه هم بحث شوی.

ملا عبدالمنان عمري ویلي؛ د دې سکتور د فعالیت پیل او د غړو ادارو ترمنځ نږدې همکاري او ګډې هڅې به وکولی شي، چې تر ډېره حده د زیانمنو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د فقر د کموالي سبب به وګرځي.

د وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال شیخ عبدالبر ویلي؛ هېواد کې شته ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه اړینه ده، چې مسولیتونه او مکلفیتونه په ښه توګه درک او هره اداره پخپلو چارو کې روانې هڅې او فعالیتونه ګړندي کړي، تر څو له یوې خوا د فقر او د بیکارۍ کچو د ټيټېدو سبب شي او له بلې خوا د یوه بډایه او پرمختللي افغانستان په لور ګامونه واخیستل شي.

دغه‌راز د ټولنیزو تامیناتو د تنظیم د رییس له لوري د تېرو دوو ناستو په اړه راپور، د معلوماتي ټکنالوجۍ رییس له لوري د ټولنیزخوندیتوب سکتور لپاره د برېښنایي سیستم د طرحې او د پالیسۍ او پلان ریاست لوري د ټولنیز خوندیتوب د ملي پالیسۍ په طرحې د کار په اړه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک شوې دي.

د یاد وزارت په وینا؛ د ناستې ګډونوالو د یادو مواردو په اړه خپل وړاندیزونه، غوښتنې او نظرونه شریک کړي او پریکړه شوې، چې په راتلونکې ناسته کې دې د ټولنیز خوندیتوب سکتور لارښود د نهايي کېدو په منظور وړاندې شي او هم دې د کاري کمېټو غړې ادارې او د دوی مسولیتونه په ګوته شي.