د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين له یوه بهر مېشتي ډاکټر عبدالهادي کريم سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پيل کې ډاکټر عبدالهادي کريم بېلابېلو برخو ته د اسلامي امارت په پاملرنې خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ غوره روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی د هېوادوالو جدي اړتيا ده، چې خوشبختانه اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې یې مهم کارونه ترسره کړي دي.
ډاکټر عبدالهادي کريم همداراز د ډاکټرانو او متخصصينو د ظرفيت لوړولو، د معياري لابراتوارونو جوړولو او د هېواد په روغتيايي مرکزونو کې د وړ او مسلکي ظرفيت لرونکو کسانو جذب ته اشارې له مسولينو غوښتنه کړې، دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په دې لیدنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت په مختلفو په ځانګړي ډول د روغتيا په برخه کې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول خپل مسوليت بولي او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو معياري کولو لپاره د اسلامي امارت د پروګرامونو يادونه کړې او په بهر کې له مېشتو ټولو ډاکټرانو او متخصصينو څخه يې غوښتي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د ناروغانو د درملنې ترڅنګ په پرمختګ کې هم برخه واخلي.
نوموړي د وړانديزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به په ټولو امکاناتو ورته رسېدنه کړې.

