د حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب وایي، چې د حاجیانو پاتې پیسې به بېرته په پوره روڼتیا پرې ووېشل شي.
سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو، چې له هر حاجي څخه ۳ زره، ۸۰۰ او ۲۸ ډالر اخیستل شوي وو.
اوس د حج او اوقافو وزارت مسولین وايي، چې هر حاجي ته به په پوره روڼتیا ۳۷ ډالر او ۶۱ افغانۍ بېرته ورکړل شي.
د حج او اوقافو د وزیر په وینا؛ حاجیان په ټولو ولایتونو کې خپلې پیسې بېرته ترلاسه کولای شي او دغه بهیر سر له نن چهارشنبې څخه په ټول هېواد کې پیل شوی دی.
نوموړی زیاتوي؛ د افغانستان نفوس اوس زیات شوی او هڅه کوي، چې راتلونکي کال کې د حاجیانو زیاته سهمیه واخلي.

