د ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالكبير د هېواد د ګرمو سيمو پوهنتونونو د محصلینو د علمي ظرفيت لوړولو ۴۰ ورځني سیمینار د پای په مراسمو کې ګډون او وينا کړې.
په دې مراسمو کې چې د لوړو زدهکړو وزير شیخ ندا محمد ندیم هم شتون درلود د رياست الوزرا سياسي مرستيال ویلي؛ محصلين او زده کوونکي د دې هېواد راتلونکی دي، اسلامي امارت د دوی د ښې روزنې او ظرفيت لوړولو لپاره له ټولو ممکنه لارو کار اخلي.
مولوي عبدالكبير زياته کړې، په هېواد کې د اسلامي نظام ټينګښت د ټولو افغانانو هیله وه او نن د اسلامي نظام له برکته ټول افغانان په سراسري امنيت کې ژوند کوي.
سياسي مرستيال د افغانستان په دواړو مقدسو جهادونو او ازادۍ غوښتونکو مبارزو کې د افغان محصلینو ونډه مهمه یاده کړې او ویلي یې دي؛ په تېرو نظامونو کې به له محصلینو څخه د خپلو سیاسي او ګوندي ګټو لپاره کار اخیستل کېده، اوسنی اسلامی نظام د ټولو افغانانو په هڅو او قربانیو رامنځته شوی، ځکه په اسلامي نظام کې هیڅ ډول تبعیض او تعصب ځای نلري.
مولوي عبدالكبير څرګنده کړې، اسلامي امارت د اسلامي شريعت پلي کول خپل اساسي موخه او له اسلامي او افغاني ارزښتونو څخه دفاع خپل مسولیت بولي، چې په هیڅ صورت به ترې مخ ونه ګرځوي.
د ریاست الوزرا سياسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ د اسلامي امارت د شفقت او ترحم دروازې د ټول ملت پر مخ خلاصې دي او هيچا ته به، په افغانستان کې د نظم او امنیت د اخلال اجازه ورنکړل شي.

