د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مناسبت د جوړو شویو مراسمو په څنډه کې د ارزبایجان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د نورو موضوعاتو ترڅنګ د لاجوردو ترانزیټي لارې فعالیدو په اړه هم بشپړې خبرې شوې دي.
د ارزبایجان د لومړي وزیر مرستیال ویلي؛ هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او سیمې هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله کړي او همداراز افغانستان ته د سوداګرۍ په برخه کې د خپلو صادراتو او وارداتو کچه هم زیاته کړي.
د لاجوردو لاره یوه سوداګریزه او ترانسپورټي لاره ده، چې د افغانستان د فاریاب او هرات ولایتونو له اقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه پیلیږي، د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته رسیږي بیا د کاسپین سمندرګي څخه په تېرېدو سره د ازربایجان باکو ته ځان رسوي او د ګرجستان د تبلېسي ښار څخه په تېرېدو سره ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته لار پیدا کوي.
د لاجوردو لاره یوه له هغو مهمو پروژو څخه ده، چې په سيمه کې د افغانستان د وصل لپاره مهم پرمختګ، د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د متنوع کېدو او پر دې سربېره به افغانستان د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ مارکیټونو ته د نښلون په برخه کې خپل اقتصادي راتلونکی لا ډاډمن کړي.
د لاجوردو لاره نه یواځې دا چې په خپله یوه مهمه پروژه ده، بلکې له یو شمېر نورو سیمه اییزو پروژو سره هم همغږې ده او د ښکیلو هېوادونو اقتصادي او سیاسي ګټې تامینولی شي.
د دې لارې په اوږدو کې له بېلابېلو ځمکنیو او سمندري ترانسپورټي وسایلو څخه استفاده کیږي.
د لاجوردو لار د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره تر ټولو ښه بدیله سوداګریزه لار ده، چې د دې لارې په اوږدو کې پراته هېوادونه د افغانستان د مهمو صادراتي توکو لکه وچې مېوې، طبي بوټو او کاني توکو لپاره ښه مارکېټونه لري.
پردې سربېره به افغانستان له دې لارې وکولی شي، خپل صاردات اروپایي مارکېټونو ته هم په کم وخت، لږ لګښت او مصون ډول ورسوي.
دغه راز به افغانستان وکولی شي، د خپلې اړتیا وړ وارداتي توکي د دې لارې په مسیر کې له پرتو او اروپايي هېوادونو څخه په کم وخت، لږ لګښت او خوندي ډول هېواد ته وارد کړي.
د لاجوردو لارې شریک هېوادونه هم لیوالتیا لري چې افغانستان له دې لارې عملاً ګټه اخیسته پیل کړي او پر همدې بنسټ اسلامي امارت هم د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي، چې افغانستان د لاجوردو لارې برخه وګرځوي.

