ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د یوناما مشره: یوناما به په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د بدیل کښت په موخه ګډه ناسته جوړه کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې روزا اوتنبایوا له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د دریځ او ژمنتیا ستایلې او ویلي يي دي؛ یوناما هڅه کوي په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د بدیل کښت، د روږدو کسانو درملنې او له بزګرانو سره د مرستې په موخه د ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو ګډه ناسته جوړه کړي، چې د اسلامي امارت استازو ته به هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

نوموړې زیاته کړې، ډېر کار ته اړتیا ده چې په افغانستان کې د څو لسیزو نشه يي توکو د تولید او کاروبار اغېزې له منځه یووړل شي او خلکو ته مناسب بدیل کښت او کار پیدا شي.

روزا اوتنبایوا د افغانستان سویلي ولایتونو ته د خپل سفر د څرنګوالي او لیدنو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړی او زیاته کړې یې ده، د افغانستان په تړوا به د یوناما درې میاشتینی راپور د ملګرو ملتونو د امینت شورا له غړو سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ، د یوناما مشرې او پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي؛ اسلامي امارت له مخدره توکو سره د اغېزناکې مبارزې په موخه عالي کمېسیون جوړ کړي، چې له اړوندو امارتي ادارو سره تر ناستو وروسته به د یوناما په ګډون له نورو نړیوالو بنسټونو سره ګډې ناستې ولري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې روښانه دریځ لري او د هیڅ ډول نشه يي بوټو کښت او کاروبار ته اجازه نه ورکوي.

د ناستې په پای کې نوموړي ویلي، له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکارو بنسټونو او هېوادونو مرستې اغېزناکې تمامیدای شي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، یوناما دې د افغانستان حقایق او وروستي پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي.