د کورنیو چارو وزارت وایي، خلیفه سراج الدین حقاني د کابل ښار اړوند یوولسمې امنيتي حوزې په انګړ کې د شهید عبدالمنان په نوم د جوړ شوي جومات په پرانیستغونډه کې ګډون وکړ.
په دې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د يادې امنيتي حوزې د علماوو شورا مشر شیخ حضرت بلال او قومي مشر ګل اغا، يادې غونډې کې د خلیفه سراج الدین حقاني ګډون د ویاړ ځاې بللی او د يادې حوزې اړوند سیمه کې يې د خوندي امنیت ډاډ ورکړی.
دوی د حکومت او ملت ترمنځ د ښه چلند او تعامل ستاینه کړې او د خدماتو ترسره کولو په برخه کې يې د يادې حوزې د مسولينو له هڅو مننه کړې.
خلیفه سراج الدین حقاني دې ناستې ته په وينا کې د شهید عبدالمنان په نوم د جومات پرانیسته او د خیر په چارو کې د جهادي اتلانو یادونه تاریخي ارزښت او د هغوی حق بللی.
نوموړي د شهید عبدالمنان د کارنامو يادونه کړې او د شهیدانو ارمانونو په پوره کېدو او د هغوی پر لار تګ باندې ټینګار کړی.
دغهراز د کورنیو چارو وزیر په ژوند کې د یووالي د اهمیت یادونه کړې او د ډاډمن امنيت په برخه کې یې د مجاهدینو هڅې ستایلي.
خلیفه سراج الدین حقاني له هر ډول اختلاف څخه د ځان ساتنې پر ټينګار سربېره زیاته کړې، هېواد له لسیزو جګړو او نا کراريو وروسته یوځای شوی او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې هېواد کې د مېشتو قومونو ترمنځ د شته يووالي پر وړاندې خنډ رامنځته کړي.
نوموړي د يادې حوزې مسولینو ته په سپارښتنو کې له هغوی څخه غوښتي، خپلې دندې پر وخت او ښه توګه ترسره او پر تقوا سربېره له ملت سره نېک چلند او ښه تعامل وکړي.