د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب او جوزجان ولایتونو له یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په پیل کې هغوی د فاریاب او جوزجان ولایتونو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې په دې ولایتونو کې بشپړ امنیت تامین دی او محلي مسولین تل د خلکو د ستونزو حل لپاره کوښښ کوي.
هغوی د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې د هیواد په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول په دغو ولایتونو کې د پراختیایي پروژو تطبیق او د ښوونځیو او مدرسو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د هیوادوالو د امنیت تامین، د ټولنیزې هوساینې او لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له دندو او مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې هر اړخیز کوښښونه کېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هغوی د وړاندیزونو په اړه ویلي، چې اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام رسیدنه او اړین اقدامات وکړي.

