ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د جاپان سفیر: هېواد یې د افغانستان له موزیم سره په لومړي قدم کې ۳۰۰ زره ډالر مرسته کوي

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت جدي او اغېزناکه مبارزه ستایلې او له افغانستان سره یې د جاپان د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

تاکایوشي کورومایا ویلي، جاپان له وړاندې له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د جاپان حکومت د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره په پلان کې لري، چې په لومړي قدم کې په کابل کې ملي موزیم ته د ۳۰۰ زره ډالرو مرسته ځانګړې کړي.

ښاغلي کورومایا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.

په کابل کې د جاپان سفیر څرګنده کړې؛ جاپان د افغان ټولنې ارزښتونو ته درناوی لري، توکیو د اسلامي امارت پر مختګونه څاري او دغه راز یاد هېواد د G7 هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو هڅه کوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د یاد هېواد د مرستو او همکاریو مننه کړې.

مولوي عبدالکبیر له جاپان سره د افغانستان پياوړو اړیکو ته په اشارې ویلي، د کابل او توکیو اړیکې خورا مهمې او د دواړو لوریو په ګټه دي او دغه راز جاپان یې د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهمه برخه یاده کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت هيله لري د دوحې د درېیمې ناستې ژمنې ژر پلې شي او یادونه یې کړې، اسلامي امارت د مسول حکومت په توګه ټولې ژمنې په یوازې ځان او د چا له مرستې پرته پوره کړې دي.

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې ویلي، ژر به د اسلامي امارت له لوري له مخدره توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون عملي کار پیل کړي او له همکارو ادارو او بنسټونو سره به ناستې ولري.