ملي دفاع وزارت وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د دغه وزارت اړوند د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسولینو، مجاهدینو او یو شمېر علماوو، مخورو او معلولینو سره لیدنه کړې.
د یاد وزارت په وینا؛ عالیقدر امیر المؤمنین حفظهالله په دې کتنه کې پر یوالي، اخلاص، تقوا او اطاعات ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې یووالی به ستاسو د پرمختګ او بریالیتوب سبب شي.
د اسلامي امارت زعیم دغه راز مسولینو او مجاهدینو ته د ښې حکومتولۍ په برخه کې اړینې سپارښتنې کړې دي.

