د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی مولوي ذبیح الله مجاهد د یو شمېر بنسټيزو پروژو لکه ټاپي، نوري فایبر، رېل پټلۍ، ټاپ او نورو مهمو پروژو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي او د رسنیو له مسولینو یې غوښتي، ترڅو د یادو پروژو د ښه پوښښ او انعکاس لپاره همکاري وکړي.
دغهراز نوموړي له یادو مسولینو غوښتي، چې د راپورونو د ترتیب ترڅنګ د دې پروژو د اقتصادي او ټولنیز اهمیت په اړه له یو شمېر کارپوهانو سره تحلیلي بحثونه وکړي، ترڅو د یادو پروژو د ارزښت او اهمیت په اړه هېوادوالو ته لا پوهاوی ورکړل شي.
د غونډې په پای کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو مسولینو د یادو پروژو د ښه انعکاس په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د افغانستان اسلامي امارت له مرکزي ویاند سره شریک کړي دي.

