ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تره خېلو د ۲۵۲ میګاولټ امپیر د نوي سب سټیشن د جوړولو چارې پیل شوې

د تره خېلو د ۲۵۲ میګاولټ امپیر د نوي سب سټیشن د جوړونې او له چمتلې څخه د تره خېلو تر نوي سب سټیشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ امپیر لېږد مزي پروژې پرانیستل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان برېښنا شرکت د اجراییوي ریيس ډاکټر عبدالباري عمر، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د اسلامي امارت د نورو لوړ پوړو مسولینو، د اوبو او انرژي وزارت د ریيسانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو شتون درلود.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې په هېواد کې د شته برېښنا د تولید وړتیاوو ته په اشارې ویلي، د اوبو مدیریت او د کورنۍ انرژي د تولید پراختیا د افغانستان د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د هغوی د ارزښت په هکله خبرې کړي او ویلي یې دي، د اوبو او انرژي وزارت له لوري په بېل ابېلو ولایتونو کې څو ټولګټې پروژې پلي شوې، چې د افغانستان خلک به یې په نږدې راتلونکي کې د بشپړېدو او ګټې ته د سپارلو شاهدان و اوسي.

همدغه راز، د  افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې د انرژي پراختیا یو بنسټیز او مهم اصل بللی او ویلي يې دي، د برېښنا شرکت د اوبو او انرژي وزارت په همغږي سره د انرژي د پراختیا په برخه کې دایمي هلو، ځلو ته ژمن دی.

دغه پروژه د يوه کورني شرکت لخوا د ۱۸.۷ ميليونه ډالرو په پانګونې سره د دوو کلونو په موده کې  پلې کېږي چې په بشپړېدو سره به يې د ۲۵۰زره مشتريانو او صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزې حل شي.

همدغه راز، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به په کابل کې د برېښنا انرژي د جذب په برخه کې  زمینه چمتو او د صنعت کارانو د برېښنا د کموالي ستونزې هم هوارې شي.