ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزارت: د قوشتیپې–درزآب سړک د رغونې چارې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت پیل شوې

ټولګټو وزارت وايي؛ د جوزجان ولایت اړوند د قوشتیپې–درزآب سرک د اساسي رغونې چارې، په دریوو لاټونو کې د دې وزارت لخوا د دریو بېلا بېلو سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو سره په تخمیني ډول د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت قرارداد شوي، چې رغنیزې چارې یې د یاد ولایت د ټولګټو رییس مولوی اسد الله مسرور او یو شمیر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې.

 یاد وزارت زیاته کړې؛ دغه سرک د ۵۱ کيلومتره په اوږدوالي سره د جوزجان ولایت له قوشتیپېو لسوالۍ څخه پیل او د دغه ولايت تر درزآب ولسوالۍ پورې رسیږي، چې د دوه پایو پلونو، د ۱۳۷ پایو پُلګوټو، استنادي دیوالونو او د سړک د څنډو د لښتیو (ویالو) د رغونې کار هم پکې شامل دی.

 د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ لومړی لاټ یې د ۱۹.۸ کیلومتره په اوږدوالي سره د قوشتیپېو لسوالۍ له نوآباد سيمې څخه پيل بيا تر تراغلي سیمې پورې، دویم لاټ د ۱۷.۴۶ کیلومتره په اوږدوالي سره له تراغلي څخه بيا تر شیربیک سيمې پورې او دریم لاټ یې د ۱۳.۵ کیلومتره په اوږدوالي سره تر درزآب ولسوالۍ پورې رسیږي.

 د یاد سړک په رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د سوداګریزو او کرنیزو توکو په چټک او خوندي لیږد-رالیږد کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځ ته شي.

 ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو او سړکونو په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي.