ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اقتصادي معاونیت: ډېر ژر به په سیمه کې د ګازو د انتقال تر ټولو لویې پروژې (ټاپي) عملي چارې پیل شي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ او د انرژۍ لیږد لپاره تر ټولو نږدې او امن لار ده.

اسلامي امارت د هېواد ستراتیژیک موقعیت ته په کتو هڅه کوي، چې له انرژي څخه غني مرکزي اسیا د انرژۍ له کمبود سره مخ سویلي اسیا سره ونښلوي.

د انرژۍ دغه پروژه چې د افغانستان له لارې تېریږي، د ټاپي پروژه ده چې په نږدې ورځو کې به یې عملي چارې په افغانستان پیل شي.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د افغانستان او د بل لوري به د سویلي اسیا هېوادونو د انرژۍ کمبود تر یوې اندازې پوره شي.

د دې ترڅنګ به هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته، اقتصادي وده به ګړندۍ او د ترانزیټي فیس له مخې به د ملي عوایدو لپاره ښه سرچینه پیدا شي.

د ټاپي نل لیکه شاوخوا یو زر او ۸۱۴ کلیو متره لري، چې له دې جملې ۸۱۶ کیلو متره یې د افغانستان له خاورې تېریږي.

دغه د ګازو نل لیکه د ترکمنستان څخه پیل او د افغانستان له هرات، فراه، نیمروز هلمند او کندهار ولایتونو څخه په تېرېدو سره لومړی پاکستان او په پای کې هند ته رسیږي.

د دغې نل لیکې مجموعې ظرفیت په یو کال کې ۳۳ میلیارد متره مکعب ګاز ته رسیږي، چې له دې څخه به پینځه میلیارد متره مکعب په افغانستان او پاتې ۱۴ـ۱۴ میلیارد متره مکعب به په پاکستان او هندوستان کې په مصرف ورسیږي.

د دې نل لیکې د رغولو او وروسته د استفادې پر مهال د حفظ او مراقبت او امنیت په برخو کې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابریږي.

همدارنګه افغانستان به وکولی شي، چې له دې ګازو څخه په ګټې اخیستنې سلګونه میګاه واټه برېښنا هم تولید کړي.

همداراز به افغانستان وکولی شي، په کلني ډول له دغې پروژې څخه شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالر ترانزيټي فیس هم ترلاسه کړي.