خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني د دې ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ ته تللی او د وروستیو نښتو له ساحو او له امنیتي ځواکونو سره یې په فرضي کرښه کې د وروستیو حالاتو په اړه له نږدې لیدنه او خبري کړي.
مولوي عبدالقیوم روحاني د افغان امنیتي ځواکونو سره په لیدنه کې د دوی سرښندنې او ستړیاوې ستایلي او ویلي يې دي، دوی د خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع پر هدف هر ډول سرښیندنې او قربانۍ ته چمتو دي او له خپلې خاورې څخه په کلک هوډ او ایماني عظم سره دفاع کوي.
ښاغلي روحاني امنیتي ځواکونو ته ویلي، هیڅوک مه پریږدئ چې د هېواد یوه لویشت خاوره مو تر خپل واک لاندې راولي، بلکې کلک مخنیوی یې وکړئ او له خپلې خاورې او ولسونو څخه د دفاع په برخه کې مو خپله سپيڅلۍ فریضه په سمه توګه ادا کړئ.
ورته مهال خوست والي په وروستیو نښتو کې د یوې ښځېنه په ګډون د دریو عامو (زخمیانو) وګړو له کورنیو سره هم لیدنه کړې او له دوی سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم کړې، کوم چې دوه ورځې وړاندې په فرضي کرښه کې د پاکستان هېواد له لوري د برید په پایله کې ژوبل شوي و.
مولوي عبدالقیوم روحاني ځاځي میدان ولسوالۍ ته په داسې حال کې تللی، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو پر افغان خاوره د تیري هڅه کړې وه، چې په نتیجه کې یې له ځوابي او غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شول.
د یادونې وړ ده، چې افغان امنیتي ځواکونه د هر تعرضي برید ځواب ته بشپړ چمتوالی لري.

