د پوهنې وزارت مسولینو نن (چهارشنبه، د وږي ۲۱مه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د پوهنې وزارت مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې یو میلیون ۴۴۵ زره او ۸۴۰ تنه نوي زده کوونکي جذب شوي، چې په دې سره په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د زده کوونکو ټولیز شمېر څه باندې لس میلیونه او ۹۱۴ زرو ته رسېږي.
همدا راز، د هېواد په کچه ۱۰۶ دولتي او ۲۱۰ خصوصي ښوونځي نوي تاسیس شوي، چې په دې سره د دولتي او خصوصي ښوونځیو ټولیز شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ ته لوړ شوی دی.
د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، په ټولیز ډول ۱۵۲ دولتي او خصوصي لومړنيو ښوونځیو، منځنیو ښوونځیو او ۱۱۹ دولتي او خصوصي منځنيو ښوونځيو لېسو ته ارتقا کړې ده.
همدارنګه ۱۲۳ ښوونځي او ۱۵۹ محلي ټولګي د کوچیانو ماشومانو ته ځانګړي شوي، چې اوسمهال ۴۱ زره او ۸۲۴ زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.
د یاد وزارت مسولینو وویل، د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۸۴ معلولو ماشومانو ته د ځانګړو زده کړو ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړې زمینه برابره شوې او په ۱۹ ولایتونو کې درې زره او ۸۴۴ معلولو زده کوونکو ته درسي وسایل او امکانات برابر شوي دي.
د مسولینو زیاته کړه، دغه وزارت په تېر یوه کال کې د درسي کتابونو او مفرداتو د بیا کتنې او اصلاح او په ښوونیزو بنسټونو کې د خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت ارزونې برخه کې پرله پسې هڅې کړي دي.
د پوهنې وزارت مسولینو وویل، له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۱۶ میلیونه ۱۸۸ زره او ۹۳۹ ټوکه درسي کتابونه، د اسلامي زده کړو د مرکزونو لپاره ۶۱۷ زره او ۹۷۸ ټوکه درسي کتابونه او د سواد زده کړې ۲۹۴ زره او ۶۴۱ ټوکه کتابونه چاپ او وېشل شوي دي.
دغه راز د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه، د څه باندې ۱۶ زره ښوونځیو د ښوونیز پلان له پلي کېدو او په ښوونیزو مرکزونو، محلي ټولګیو او سواد زده کړې پروګرامونو کې د څه باندې ۲۱ زره ښوونکو د تدریس له بهیر څخه څارنه شوې، چې له دې جملې څخه پينځه زره او ۷۶ ښوونکي د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته ورپیژندل شوي دي.
مسولین وویل، په تېر کال کې د وزارت ۲۴۸ زره او ۱۱۳ کارکوونکو او ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شوي او د هېواد په کچه د ۱۹ زره او ۶۶۹ مدرسو، یو زر او ۲۷۷ دارالحفاظونو، ۱۱۵ دارالعلومونو او ۳۹ دارالایتامونو په ګډون د اسلامي زده کړو ۲۱ زره او ۲۵۷ مرکزونه جوړ شوي، چې درې میلیونه ۶۸۷ زره او ۲۰۰ تنه پکې په اسلامي زده کړو بوخت دي.
یاد وزارت زیاته کړه، په تېر کال کې د هېواد دننه او بهر کې د اسلامي زده کړو مرکزونو د فارغانو د تحصیلي اسنادو ارزونې په موخه په مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۲۰ زره د سویې د تثبیت فورمې وېشل شوې، چې د ازموینې تر اخیستو وروسته، درې زره او ۵۳۲ تنه خامسه او پینځه زره او ۸۷۹ مافوق الثانویه دورې ته بریالي شوي. همدا راز ۳۳۶ قاریان هم په یاده ازموینه کې کامیاب شوي دي.
د مسولینو په وینا، د پایلو او شهادنامو اسنادو د طی مراحلو او انتقال بهیر د ساده او ګړندۍ کولو په موخه، په دې وروستیو کې له افغان پوسټ سره د همکارۍ تړون لاسلیک شوی دی.
همدارنګه د لا زیاتو همکاریو د جلبولو په موخه له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ ۱۹ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او درې زره او ۵۷۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.
د یاد وزارت مسولینو وویل، د دولسم ټولګي فارغانو ته ۳۰۳ زره شهادتنامې وېشل شوي او د فارغانو دوه میلیونه او ۹۰۰ زره قطعې نتایج په برېښنایي سيستم کې ثبت شوي دي.
دغه راز دوی زیاته کړه، په ښوونیزو بنسټونو کې د ازموینو کیفیت د ښه والي په موخه، د معیاري ازموینو بورډ او د معیاري پوښتنو بانک رامنځته کول، د پوهنې قانون د مسودې چمتو کول، د مدرسو د تاسیس او د جهادي مدرسو رامنځته کولو د قوانینو نافذول، په تېر کال کې د دغه وزارت له نورو اقداماتو څخه دي.
د مسولینو د معلوماتو له مخې، د ښوونځیو، مدرسو او اداري دفترونو د جوړولو لپاره ۸۰۴ جریبه ځمکه تدارک شوې، ۹۸۱ اساسي او ترمیماتي پروژې تر کار لاندې دي، په ولایتونو کې ۶۵۰ ښوونځي او مدرسې جوړ او یو زره او ۵۰۰ نور ښوونځي او مدرسې ترمیم شوي دي.

