ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو لوبډلې په ډاګه شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي؛ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د ۷م پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو لپاره د ګډون کوونکو ۴ لوبډلو نوملړونه وټاکل. 

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل شي او د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په دوه بېلابېلو کرېکټ لوبغالو کې روانې وي.

د دغه سیالیو لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ماهیپر ستورو، د یو ورځنیو سیالیو مرستیال لوبډلمشر رحمت شاه زرمتی د پامیر لیجینډز، ځوان پیلیز توپوهونکی عبدالمالک د هندوکش سټرایکرز او ښي لاسی چټک توپ اچوونکی یمین احمدزی د میوند اتلان لوبډلې لوبډلمشران ټاکل شوي دي.

دغه سترې سیالۍ به ۴۲ ورځې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه ځلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

هره لوبډله به په لومړي پړاو کې شپږ لوبې ترسره کړي او په ټوله کې به له ۱۲ لوبو وروسته د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومومي چې د اکټوبر میاشتې په ۲۲مه نېټه پیل شي.

احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو لپاره د لوبډلو نوملړونه په لاندې ډول دي:

ماهیپر ستوري: حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، اعجاز احمد ازاد مرستیال لوبډلمشر، یوسف شاه زرمتی او علي احمد ناصر ویکټ ساتونکي، عمران میر، ریاض حسن، الله نور ناصري، شمس الرحمن ولي خېل، فرمان الله ساپی، ظاهر خان، محمد ابراهیم، اکرام الله مومند، محمد ګل، امیر حمزه، کامل کاکړ او ظاهر شهزاد.

پامیر لیجینډز: رحمت شاه لوبډلمشر، ضیاءالرحمن اکبر مرستیال لوبډلمشر، اکرام علي خېل او مسعود ګربز ویکټ ساتونکي، شبیر نوري، عثمان نوري، سهیل خان زرمتی، اسلام ځاځی، اصف موسی زی، جمعه ګل، عصمت عالم، فطرت الله خاورې، عبدالله احمدزی، نجات مسعود، بشیر احمد او خیر محمد.

هندوکش سټرایکرز: عبدالمالک لوبډلمشر، طاهر عادل مرستیال لوبډلمشر، عبدالهادي او محمد شهزاد ویکټ ساتونکي، ارشادالدین ساپی، رحمن الله ځدراڼ، اېمل شاهین، بهیر شاه محبوب، لعل باز سینزی، محب الله زرمتی، نصیر خان معروف خېل، خلیل ګربز، ضیاءالرحمن شریفي، افتاب عالم او عبدالباقي پوپل.

میوند اتلان: یمین احمدزی لوبډلمشر، شاهدالله کمال مرستیال لوبډلمشر، افسر خان ځاځی او جلات خان موسی زی ویکټ ساتونکي، جاوید احمدزی، جمشېد ځدراڼ، شوکت زمان، رحیم الله زرمتی، ناصر جمال، یونس ځدراڼ، عبدالله تره خېل، محمد الله لوګری، نسیم منګل، سمیع الله سرمست، عرب ګل مومند او خلیل احمد.

احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوې، چې له هغه مهال راهیسې یې شپږ پړاونه ترسره شوي دي.

 ۷م پړاو به یې سږ کال ترسره شي، چې په ترڅ کې به یې د میوند اتلان لوبډله له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې د پلان سره سم، په روان کال کې د وزیر اکبر خان دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ، قوش تپه ملي شل اوریز جام سیالۍ، د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، د زونونو په کچه د نجیب الله تره کي معلولینو وګړو شل اوریزې سیالۍ، لېسټ اې – یو ورځنۍ سیالۍ او نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ ترسره شوې او دا دی اوسمهال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالي ترسره کېږي او له اړتیا سره سم به په راتلونکي کې دریم پړاو زرغون افغانستان جام سیالۍ هم ترسره شي.