د عامې روغتیا وزارت وايي؛ مولوي نور جلال جلالي پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې نږدې د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی شهید حبیب الرحمن روغتون پرانیست.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني، د یو شمېر نورو امارتي ادارو مسولینو او سیمه ییزو مشرانو هم شتون درلود، چې د لمړي ځل لپاره د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه (سرګل کلي) کې د یوه هېوادوال په شخصي لګښت یو روغتون جوړ، پر تجهیزاتو سمبال او پرانیستل شو.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د یادې سیمې اوسېدونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ دا کړنه په سیمه کې د ولسونو د هوساینې لپاره یو ستر نوښت، اړین ګام او د روغتیا په برخه کې یې د بدلون زېری بللی، چې په مرسته به یې د ولسونو لپاره په بې ساري توګه روغتیايي خدمات وړاندې شي.
نوموړي د ولسونو لپاره د بنسټیزو پروژو د بشپړېدو په برخه کې د اسلامي امارت د ښکاره هڅو او کوښښونو څخه یادونه کړې، چې له ډلې یې د یو افغان له لوري د دې روغتیايي مرکز جوړول وو.
ښاغلي جلالي همداراز د یاد روغتون د جوړېدو په موخه د یادې کورنۍ څخه د مننې سربېره زیاته کړې، اسلامي امارت ژمن دی، چې د وطن د ابادۍ، هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرېدو او د هېواد د رغونې په برخه کې د هر خیریه فعالیت ملاتړ وکړي.
له بل لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم یاده کړنه ستایلې او ویلي يي دي، لومړی ځل دی چې په داسې لرې پرته سیمه کې د پکتیا ولسونو ته کار کېږې او دا یې د هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو برابرېدو برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړې.